۰
کابل کې د امریکا سفارت:

طالبان د ۷ زره نور بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي

دوشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۶
کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، طالبان غواړي، چې ۷ زره نور زندانیان یې هم د افغان دولت له زندانونو خلاص شي.
طالبان د ۷ زره نور بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي
کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، طالبان غواړي، چې ۷ زره نور زندانیان یې هم د افغان دولت له زندانونو خلاص شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلسن چې پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۶ مه یې په انلاین خبري کنفرانس کې خبریالانو ته خبرې کولې زیاته کړې، سره له دې چې طالبانو دوحه کې کړی توافق په سمه توګه نه دی عملی کړی، خو د خپلو پاتې زندانیانو د خلاصون غوښتنه کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې د دوحې د هوکړې پر بنسټ طالبان په راتلونکو څه کم لسو ورځو کې د دې غوښتونکي دي چې د افغان حکومت له زندانونو یې شاوخوا اووه زره نور بندیان هم خوشي کړل شي.

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې هوکړه باید عملي کړل شي.

راس وېلسن همدا راز وایي چې د طالبانو او امریکا د هوکړې ټول موارد له یو بل سره تړلي دي او داسې نه شي کېدای چې یوه برخه عملي کړل شي او پر بلې سترګې پټې شي.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ولسمشر غني د ملي روغې جوړې عالي شورا د لومړۍ ناستې په پرانستې وینا کې و ویل، چې حکومت د سولې لپاره ډېر ګامونه اخیستی، پنځه زره طالب زندانیان یې خوشي کړي او اوس وار د طالبانو دی، چې خپله اراده سولې ته وښي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي