۰
د ملي امنیت شورا:

د ۷ زره نورو طالب بندیانو خوشي کول د سولې پروسې سره مرسته نه کوي

سی شنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۱
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ۷ زره نورو طالب زندایانو خوشي کول به د سولې پروسې د پرمختګ لپاره ګټور تمام نه شي.
د ۷ زره نورو طالب بندیانو خوشي کول د سولې پروسې سره مرسته نه کوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ۷ زره نورو طالب زندایانو خوشي کول به د سولې پروسې د پرمختګ لپاره ګټور تمام نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شورا ټینګار کړی، چې د پنځه نیم زره طالب زندانیانو خوشي کېدو د سولې پروسې سره کومه مرسته ونه کړه، نو د ۷ زرو نورو خوشي کېدل به هم کوم اغېز ونه لري.

د دغه شورا د ویاند رحمت الله اندړ په وینا د ۵۵۰۰ طالب زندانیانو په خوشي کېدو سره نه یوازې جګړه کمه نه شوه، بلکې لا یې زور اخیستی دی.

اندړ زیاتوي، چې د پنځه نیم زره سرتېرو د خوشي کولو له امله حکومت اوس هم د عامو خلکو تر نیوکو لاندې دی او له طالب بندیانو څخه ژمنه اخستل شوې وه، چې تاوتریخوالی به کموي خو دوی دغه کار ونه کړ.

د اندړ په خبره که حکومت چېرې دا ۷ زره نور بندیان هم خوشي کړي، د سولې پروسې پر چټکتیا او پرمختګ به کوم اغېز ونه لري.

د ملي امنیت شورا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې وړمه ورځ کابل کې د امریکا شارژدافیر ویلي، طالبان د خپلو ۷ زرو نورو بندیانو د خوشي کولو او له تور لېسته د خپلو مشرانو د ایستو غوښتنه لري.

په همدې تړاو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د مرکچي پلاوی مشر مولوي عبدالحکیم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم خبرې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې له مخې د خپلو پاتې بندیانو خوشې کېدل غواړي.

خو د امریکا شارژدافیرراس وېلسن وايي، د طالبانو او امریکا د هوکړې ټول موارد له یو بل سره تړلي دي او داسې نه شي کېدای چې یوه برخه عملي کړل شي او پر بلې سترګې پټې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي