طالبانو بیا پر ارغنداب بریدونه کړي، تر اوسه ۸ پولیس وژل شوي دي

18 قوس 1399 ساعت 10:43

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو یو ځل بیا د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ جګړه پیل کړې او د پولیسو څو مرکزونه یې سقوط کړی دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو یو ځل بیا د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ جګړه پیل کړې او د پولیسو څو مرکزونه یې سقوط کړی دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه (د لیندۍ ۱۷ مه) د ارغنداب ولسوالۍ په ۱۴ سیمو کې جګړه پیل کړې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی په ارغنداب کې د طالبانو د ډلیزو بریدونو پخلی کوي خو وايي په اړه به یې جزیات وروسته له رسنیو سره شریکي شي.

خو د ارغنداب یوې امنیتي سرچینې ویلي، په جګړه کې تر اوسه پورې ۸ پولیس وژل شوي او ۱۰ پولیس طالبانو برمته او له ځان سره بېولي دي.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازی خلیل مجاهد چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی هم دی وايي، طالبانو د شهینان، بابرو، دوراهي ، ده لاهور، تارناوه، برات کلاچه، هدیره، کوهک دوراهي، ناګهان، محمدنبي، زمري، اسحاق، غازي، چهارقلبه او تابین پوستو سقوط کړې دي.

د وکیل مجاهد په وینا اوس هم په سیمه کې جګړه روانه ده او لسګونه کورنۍ له سیمې څخه د جګړې د وېرې له امله د تېښتې په حال کې دي.

ځايي اوسېدونکي هم وايي، د جګړو له امله یو شمېر کورنۍ توانېدلې، چې ځان له سیمې وباسي، خو ګڼې نورې کورنۍ لا همد جګړې منځ کې بند پاتي دي او حیران دی، چې څه وکړي.

ځايي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي، که پر وخت اقدام ونه شي او تازه دمه ځواکونه ونه رسېږي ښايي د ولسوالۍ ډېرې برخې د طالبانو لاس ته ولوېږي.
طالبانو تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت هم په همدې ولسوالۍ طالبانو بریدونه وکړل، چې د ګډو افغان ځواکونو له خوا په شاه وتمبول شول او کابو تر ۵۰۰ پورې طالبانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

په لومړي ځل جګړه کې هم زرګونه کورنۍ له ارغنداب نه ګډه شوې وې او د انارو باغونه یې همداسې ډک پاتې وو.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 134206

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134206/

جمهور
  https://www.jomhornews.com