۰
عبدالله:

سر له سبا به دوحه کې د سولې په تړاو جدي خبرې پیل شي

سی شنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۸
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، سر له سبا (چهارشنبې د لیدنۍ ۱۹مه) به دوحه کې د مذاکراتي ټیمو تر منځ د سولې جدي بحثونه پیل شي.
سر له سبا به دوحه کې د سولې په تړاو جدي خبرې پیل شي
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، سر له سبا (چهارشنبې د لیدنۍ ۱۹مه) به دوحه کې د مذاکراتي ټیمو تر منځ د سولې جدي بحثونه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې نن سه شنبې د لیندۍ ۱۸ مه کابل کې د سولې ملي کنفرانس ته وینا کوله زیاته کړه، چې تېره ورځ هم د مرکچي پلاویو ګډې کمېټې د اجنډا په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، د لومړي ځل لپاره چې په کړنلاره او اصولو بحثونه و پای ته رسېدلي او پرون هم دواړو لرو په ناسته کې د اجنډا په اړه د یو بل نظرونه اورېدلي دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ټينګار وکړ، چې نن د افغان حکومت پلاوی خپلو کې سره مشورې لري او سر له سبا به د سولې په اړه جدي بحثونه پیلېږي.

ډاکتر عبدالله عبدالله تمه وښوده، چې سبا پیلېدونکي بحثونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې چې د خلکو غوښتنه هم ده، مثبته پایله ولري.

د هغه په وینا د افغانستان د حکومت او خلکو غوښتنه د مذاکراتو په جریان کې د طالبانو لخوا د اوربند ټینګېدو منل دي او له طالبانو غواړي، چې د اوربند په اړه یو لوی ګام پورته کړي.

ښاغلی عبدالله وايي، ډاډه دی، چې طالبان به د اوربند ټینګېدو په اړه پښېمانه نه شي، ځکه دا یوه سیاسي مسله نه بلکې یو مسوولیت هم دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د لومړي ځل لپاره د سولې لپاره یو واقعي فرصت رامنځ ته شوي، چې دواړه لوري باید ترې ګټه واخلي او ضایع یې نه کړي.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو له کابو ۸۰ ورځو راهیسې څو ورځې وړاندې په کاري اصولو او اجنډا توافق وکړ او په تېرو څو ورځو کې یې دوه ځلې غونډې کړې دي.

د افغان حکومت پلاوی وايي، د خبرو په سر کې به یې غوښتنه اوربند وي، هغه څه چې طالبانو تر اوسه غاړه نه ده ورته ایښي او وايي تر چې د جګړې عوامل له منځه نه وي وړل شوي، جګړه به دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي