۰

غزني کې موټر بم برید، د پوځ ۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۰
ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې غزني ولایت کې د پوځ په یوه مرکز په شوي موټر بم برید کې پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې موټر بم برید، د پوځ ۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې غزني ولایت کې د پوځ په یوه مرکز په شوي موټر بم برید کې پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید تېره شپه (د لیندۍ ۱۸مه) د اندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا په سیمه کې د ملي اردو په یوه مرکز شوی دی.

ملي دفاع وزارت وايي، موتر بم هدف ته تر رسېدو وړاندې د افغان پوځیانو له خوا پېژندل شوی او له منځه وړل شوی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، تر چاودنې وروسته طالبانو د ملي اردو په مرکز وسله وال برید وکړ، چې د افغان پوځیانو له سخت مقاومت سره مخ او مات شول.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه برید کې د پوځ دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په ده یک ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په یوه مرکز په موټر بم برید کې د پوځ ۱۰ سرتېري وژلش وي او ۷ نور ټپیان شوي وو.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو له خوا په نظامي مرکزونو موټر بم بریدونو او جګړې زور اخیستی دی.

یوازې په تېرو څلور ورځو کې درې موټر بم بریدونه په کندهار ولایت کې شوي، چې له امله یې یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي