ناټو: دوحه کې د افغان لوري ژر تر ژره په اوربند موافقه وکړي

20 قوس 1399 ساعت 8:21

ناټو سازمان د افغان سولې برخه کې وروستي پرمختګونه ستایلي او پر دواړو لورو یې غږ کړي، چې ژر تر ژره اوربند وکړي.


 ناټو سازمان د افغان سولې برخه کې وروستي پرمختګونه ستایلي او پر دواړو لورو یې غږ کړي، چې ژر تر ژره اوربند وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ناټو قطر کې د سولې د مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرو پر کړنلاره توافق او د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمېټې د ناستو پیل د سولې پر لور مهم ګامونه بللي دي.

ناټو ټینګار کړي، چې وروستیو پرمختګونو ته په کتو باید دواړه لروي ژر تر ژره تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي ځکه په وینا یې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالی زیاتېدا د سولې بهیر ته زیان اړولی او اړوي یې.

د ناټو سازمان زیاته کړې، چې دواړه لوري باید د هر اړخیز او دایمي اوربند له لارې د یوه بریالي افغانستان په خاطر چې هم له ځان او هم له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې واوسي، مذاکره وکړي.

دغه ائتلاف وايي، سوله د افغانانو ښکاره او پراخه غوښتنه ده او هیله ده، چې د مذکراتو په نتیجه کې به یوه داسې موافقه رامنځته شي چې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د ښځو، کوچنیانو او اقلیتونو حقونه خوندي شي او تضمین به کړي چې افغانستان به یو ځل بیا د ترورېستانو په خوندي ځای نه ‌بدلېږي.

ناټو او شریکانو یې له افغانستان سره د خپلو ژمنو ترڅنګ پر خلکو او امنیتي ځواکونو ټينګار کړی چې په دې هېواد کې د خپل حضور په اړه سلا مشورو ته دوام ورکوي او د اړتیا په صورت کې به د شرایطو په پام کې نیولو سره امکان ولري چې د سولې د بهیر د ملاتړ په خاطر خپل حضور تعدیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134262

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134262/

جمهور
  https://www.jomhornews.com