بیزنس انسایډر:

ټرمپ له افغانستان د سرتېرو په ایستلو غواړي خپلې تېروتنې پټې کړي

20 قوس 1399 ساعت 9:42

امریکايي نشریه بیزنس انسایډر وايي، ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال ډېرې غټې تېروتنې کړې او اوس هڅه کوي، دغه تېروتنې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو سره پتې کړې.


امریکايي نشریه بیزنس انسایډر وايي، ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال ډېرې غټې تېروتنې کړې او اوس هڅه کوي، دغه تېروتنې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو سره پتې کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نشریې زیاته کړې، چې ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال د امریکا په دفاعي او نظامي برخه کې سترې تېروتنې کړې دي او ګڼې ستونزې یې جوړې کړې دي.

د سرچینې په وینا د امریکا په دفاعي لګښتونو کې د شاوخوا ۲۵۰ میلیاردو ډالرو ډېروالی، کمزورې نظامي ستراتيژي، د امریکا له سیالانو سره سمه سیالي نه کول او په ټکنالوژيکه برخه کې د پوځ د پیاوړتیا لپاره اړین کار نه کول هغه تېروتنې دي چې ټرمپ په دې موده کې ترسره کړې دي.

سرچینه ټینګار کوي، چې ټرمپ اوس د دغه تېروتنو د پټولو لپاره له افغانستان او عراق څخه د خپلو سرتېرو ایستلو ته اړم دی او غواړي خپله دغه ژمنه پوره کړي.

بیزنس انسایډر زیاتوي، ټرمپ غواړي ارو مرو له افغانستان د سرتېرو د ایستلو ژمنه پوره کړې خو دا ورته مهمه نه ده، چې د سرتېرو د ایستلو پایله به څه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134272

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134272/

جمهور
  https://www.jomhornews.com