د افغانستان او ایران تر منځ د هرات – خواف د ریل پټلۍ په رسمي ډول د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ایران د ولسمشر حسن روحاني د جلا فرمانونو په صادرولو سره پرانستل شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پټلۍ په پرانستلو سره نن پنشنبې د لیندۍ ۲۰ مه لومړی ګاډي له ایران څخه د افغانستان او له افغانستان څخه د ایران په لور وخوځېدل.
دواړو ولسمشرانو د یادې پټلۍ د پرانستې په ویډیويي مراسمو کې دغه ګام د افغانستان او ایران د اقتصادي پراختیا په برخه کې یو مهم ګام وباله.
ښاغلي غني او ښاغلي روحاني په خپلو خبرو کې و ویل، چې د دې پټلۍ په پرانستلو سره د سیمې د اتصال او اروپا ته د لار موندلو زمینه برابره شوه او سوداګر کولی شي، خپل توکي له افغانستان څخه ایران، منځۍ آسیا او ان اروپا ته ولېږدوي.
د اوسپنې دغه پټلۍ ۲۲۵کیلومټره اوږدوالی لري چې ۱۴۰کیلومتره یې د ایران او ۸۵کلیومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځېدلې ده.
د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ څلور برخې ده چې دوه یې په ایران او دوه نورې یې په افغانستان کې موقعیت لري.
د چارواکو په وینا د ایران په خاوره کې د دغې پروژې کار بشپړ شوی خو په افغانستان کې چې ۸۵ کیلومتره دی د تطبیق چارې به یې ژر پیل شي.
د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ په یو کال کې د شپږ میلیونه سوداګریزو توکو او د یو میلیون مسافرو د انتقالولو ظرفیت لري.
د دغې اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پیل شوی و.
جمهورخبري آژانس:کابل