ډېر ژر به د افغانستان او ایران تر منځ ستراتېژیک تړون لاسلیک شي

24 قوس 1399 ساعت 9:02

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به د افغانستان سره سراتېژیک تړون نهايي او لاسلیک شي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به د افغانستان سره سراتېژیک تړون نهايي او لاسلیک شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي افغانستان ته د تازه سفر پر مهال کړې ده.

ښاغلي عراقچي وايي، ایران او افغانستان په خپلو کې نږدې اړیکې لري نو ځکه ایران هڅه کوي، چې ژر تر ژره د افغانستان او ایران تر منځ ستراتېژیک تړون نهايي او لاسلیک شي.
 
هغه په خپله یوه مرکه کې ویلي ایران او افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په توګه له یو بل ځینې هیلې او اندېښنې لري چې د دې تړون په لاسلیک سره به دغه اندېښنې رفع کړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عراقچي یو ځل بیا ټینګار کړي، چې له کابل سره ښې اړیکې غواړي او په دې لټه کې دي چې وکړی شي د افغانستان د سولې په پروسه کې مثبت او رغنده رول ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134352

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134352/

جمهور
  https://www.jomhornews.com