۰

بدخشان کې سختې یخنۍ څلور پوله ساتي سرتېري وژلي دي

دوشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بدخشان ولایت کې د سختې یخنۍ او توپان له امله ۴ تنه سرحدي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بدخشان کې سختې یخنۍ څلور پوله ساتي سرتېري وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بدخشان ولایت کې د سختې یخنۍ او توپان له امله ۴ تنه سرحدي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرتېري د اغرده کوتل په ساحه کې توپان او سړي هوا ګیر کړي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان مطبوعاتي دفتر وايي،، دغه سرتېرو د تېرې جمعې په ورځ غوښتل له بهارک ولسوالۍ نه اشکاشم ته ولاړ شي، خو چې د اغرده کوتل په ساحه کې د توپان او سړې هوا له کبله یې ساه ورکړې ده.

سرچینې زیاته کړې، مړه شوي سرتېري خپلو کورونو ته په رخصتۍ تللي و او کله چې جرم او بهارک ولسوالۍ نه بېرته دندو ته تلل، په لاره کې يخ وهلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، څلور واړه سرتېري د سرحدي ځواکونو د څلورم کنډک اړوند و، چې زېباک ولسوالۍ کې یې دنده درلوده او پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۳ مه یې جسدونه موندل شوي دي.

د روحاني په خبره، د مړو شويو سرتېرو جسدونه تر واورو لاندې وو چې نن د شهدا ولسوالۍ ځواکونو او کلیوالو خلکو د اغرده کوتل په ساحه کې له واورو راويستي دي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي