۰

غزني کې ۳۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۲
ملي دفاع وزارت غزني ولایت کې د جګړې پر مهال د ۳۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
غزني کې ۳۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت غزني ولایت کې د جګړې پر مهال د ۳۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د لیندۍ ۲۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون د غزني د اندړو ولسوالۍ اړوند ملا نوح بابا سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو چې په فعال دفاعي حالت کې و د هوايي ځواک په ملاتړ د طالبانو بریدونه مات او درنه مرګ ژوبله یې ورته واړوله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په هوایي برید او عملیاتو کې ۱۸ طالبان وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان او یوه اندازه وسلې، مهمات او نور توکي له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په عملیاتو او جګړه کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي