۰

فراه کې یو دیني عالم او د جومات ملا په غلچکي برید کې وژل شوی

دوشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، طالبانو فراه ولایت کې یو دیني عالم او د جومات ملا امام په ډزو وژلی دی.
فراه کې یو دیني عالم او د جومات ملا په غلچکي برید کې وژل شوی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، طالبانو فراه ولایت کې یو دیني عالم او د جومات ملا امام په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د لیندۍ ۲۳ مه) ۸:۳۰ بجې د فراه ولایت د لاش او جوین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د فراه د پولیسو ویاند محب الله محب وایي، طالبانو د یادې ولسوالۍ د جامع جومات خطیب او دیني عالم مولوي غلام سخي ترور کړی دی.

د ده په وینا دغه ملا امام په جومات کې د جمعې تر ادا کولو وروسته د کور پر لور روان و، چې موټر سایکل سپرو وسله والو طالبانو پرې ډزې کړې او وژلی یې دی.

د محب په وینا پر مولوي سخي تر برید وروسته پولیسو پر طالبانو برید کړی، چې په جګړه کې درې طالبان هم ټپیان شوي او دوه موټر سایکلونه ځینې نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي