ننګرهار کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې نیول شوی

25 قوس 1399 ساعت 7:47

سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل زیاتوي، دغه ځانمرګی د اچین ولسوالۍ په بانډر دره کې د چاودېدونکي واسکټ سره یو ځای نیول شوی دی.

د امرخېل په وینا نیول شوی ځانمرګی سعادت نومېږي او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.

د یادونې ده، چې وړاندې هم ملي امنیت ځواکونو اچین کې د ځآنمرګي برید په موخه دوه چمتو شوي واسکټونه کشف او تر لاسه کړي وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 134377

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134377/

جمهور
  https://www.jomhornews.com