خلیلزاد: تمه ده بین الافغانی خبرې په ټاکلې نېټه بېرته پیل شي

25 قوس 1399 ساعت 8:23

په داسې حال کې، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ دوحه کې خبرې د لنډې مودې لپاره درېدلې، خلیلزاد ویلي، تمه لري، چې مذاکرات په ټاکلي وخت بېرته پیل شي.


په داسې حال کې، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ دوحه کې خبرې د لنډې مودې لپاره درېدلې، خلیلزاد ویلي، تمه لري، چې مذاکرات په ټاکلي وخت بېرته پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت او طالبانو پلاویو په ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی د سلا مشورو په خاطر اوس خبرې درولې او د رواتلونکې مرغومي میاشتې په ۱۶ مه به یې بېرته پیل کړي.

تر دغه اعلان وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د حکومت د استازو د خبرو په بیا پیل کېدو کې باید هېڅ ځنډ ونشي او د جنوري د میاشتې په ۵ مه (مرغومي ۱۶) په ټاکلي وخت بیرته پیل شي.

خلیلزاد پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۴ مه په ټویټر لیکلي«له بده مرغه لا هم جګړه روانه ده او د اوربند غوښتنه یې کړې. خلیلزاد لیکلي، " سیاسي توافق، د تشدد کموالی او اوربند ضروري دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی، چې د سولې دوهم پړاو خبرې د په هېواد کې د ننه ورسره وکړي.

دا وړاندیز د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب دوه ورځې وړاندې وکړ، چې پرون د ولسمشر غني له خوا هم تایید شوی دی.

ولسمشر غني ویلي، که طالبان رښتیا ځان افغانان بولي او ادعا یې سمه وي، چې افغانستان کې دي، نو حکومت چمتوی دی، چې د هېواد په هره سیمه کې چې دوی وغواړي ورسره خبرو ته کېني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 134379

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134379/

جمهور
  https://www.jomhornews.com