د کابل مرستیال والي په ماین چاودنه کې و وژل شو

25 قوس 1399 ساعت 9:54

کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د کابل د والي مرستیال محبوب الله محمدي له خپل سکرتر سره یو ځای د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.


کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د کابل د والي مرستیال محبوب الله محمدي له خپل سکرتر سره یو ځای د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د لیندۍ ۲۵ مه سهار څه کم لس بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند څلورم مکرویانو سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د کابل د مرستیال والي محبوب الله محمدي په لنډ کروزر موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې مرستیال والي محمدي او د هغه سکرتر وژل شوي او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي دي.

د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

بل خوا د کورنیو چارو وزرات وايي،امنیتي ځواکونو کابل ښار کې د چسپکي ماینونو ایښودونکو «هسته» نیولې او هڅه کیږي چې پاتې کسان یې هم ونیول شي.

د یو بل خبر له مخې ناڅرګندو وسله والو نن سې شنبه سهار د کابل ښار د دولسمې امنيتي حوزې اړوند بت خاک سيمه کې پر پوليسو ډزې کړې دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، په بريد کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دی.

بريدګر په تېښته بريالي شوي ،خو چارواکي وايي د پيدا کولو هڅې رواني دي.

کابل ښار کې پر پولیسو د برید مسؤلیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134387

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134387/

جمهور
  https://www.jomhornews.com