سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې یو تن څارنوال د نامعلومه وسله والو کسانو په غلکچي برید کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سه شنبې د لیندۍ ۲۵ مه غرمه مهال د کندهار ښار د دوهمې حوزې اړوند له مشرقي لېسې سره رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وايي، د استناف څارنوالۍ د تحقیق څارنوال محمد نبي مظلوم چي په ډنډ ولسوالۍ کې دنده لرل د وسله والو ترهګرو لخوا د دوهمي حوزې په اړوند سيمه کې ترور شوی دی.
دی زیاتوي، چې برید کوونکی تر پېښې وروسته له سیمې څخه تللی، خو وايي، امنیتي ادارې یې د نیول کېدوو هڅه کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د کندهار ښار په بېلا بېلو برخو کې د دوه پولیسو په ګډون څلور تنه په غلچکي بریدونو کې وژل شوي و.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل