۰

دفاع وزارت: میدان وردګو کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۷
ملي دفاع وزارت وايي، میدان وردګ ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت: میدان وردګو کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، میدان وردګ ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون د میدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ په زیولات او ملا خېل سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.

سرچینه وايي، افغان کمانډو ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د طالبانو برید په شاه تمبولی او د جګړې په ترڅ کې یې ۱۱ وسله وال طالبان وژلي دي.

د ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې د وژل شویو طالبانو جسدونه هم د جګړې په میدان پاتې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي