کابل پولیس تاییدوي، چې د ښار د ۱۱ مې حوزې اړوند سیمه کې یوې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پولیس وايي، چاودنه نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۶ مه سهار کابو ۷ بجې د ۱۱ مې حوزې اړوند پنجصد فامیلیو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل پولیس زیاتوي، ماین چاودنه په یوه های لکس موټر شوې، چې له امله یې یاد موټر کې سپاره دوه تنه ټپیان او روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کابل کې مقناطسي ماین چاودنو او هدفي وژنو زور اخیستی.
پرون د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي هم په څلورم مکروریانو سیمه کې د خپل سکرتر سره یو ځای په مقناطسي ماین چاودنه کې و وژل شو او دوه ساتونکي یې ټپیان شول.
همدارنګه په همدې ورځ د بتخاک په سیمه کې بیا نامعلومه وسله والو پر پولیسو ډزې کړې و، چې دوه پولیس یې وژلي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل