۰

د ولسمشرغني او عمران خان خبرې، پاکستان د اوربند په برخه کې مرسته کوي

پنجشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۱
اسلام آباد ته د طالب پلاوي تر سفر وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تلېفوني خبرې کړې دي.
د ولسمشرغني او عمران خان خبرې، پاکستان د اوربند په برخه کې مرسته کوي
اسلام آباد ته د طالب پلاوي تر سفر وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور ژآانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او خان تلېفوني خبرې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۶ مه ماښام شوې او دواړو لورو وریو د سولې پروسې په اړه د خبرو پر مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي سخته اندېښنه وښوده.

د ارګ خبرپاڼه وایي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دغه خبرو کې ژمنه وکړه چې هېواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند د ټینګښت په خاطر، مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی په قطر کې د بین الافغاني خبرو تر درېدو وروسته پرون اسلام آباد ته په درې ورځني سفر ورغلل.

طالبانو ویلي یې پلاوی یې د پاکستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته ورغلی، چې هلته به له چارواکو سره پر ځینو مسایلو خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپرې کړې اعلامیه کې ویلي دي چې اسلام‌اباد ته د طالبانو د پلاوي سفر د افغانستان په مشورې ترسره شوی دی او دا هغه مهال چې عمران خان کابل ته راغلی و او له ولسمشر غني سره یې لیدلي مطرح او هوکړه پرې شوې وه.

طالب پلاوی پر داسې مهال اسلام آباد ته ځي او له پاکستاني چارواکو سره ګوري، چې تر دوی یوه ورځ وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد هم راولپنډۍ ته چېرته چې د پاکستان د پوځ مرکز هم دی ته تللی و او له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره یې لیدلي وو.

د خلیلزاد د سفر جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي، خو د نوموړي او طالب پلاوی سفر پر داسې مهال پاکستان ته کېږي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالي خورا زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي