۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

د تاوتریخوالي کمول او اوربند یوازې د طالبانو مسوولیت نه دی

پنجشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۹
په داسې حال کې، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هېواد به یې د اروبند په برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي، د بهرنیو چارو وزیر یې وایي، د تاوتریخوالي کمول او اوربند یوازې د طالبانو مسوولیت نه دی.
د تاوتریخوالي کمول او اوربند یوازې د طالبانو مسوولیت نه دی
په داسې حال کې، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، هېواد به یې د اروبند په برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي، د بهرنیو چارو وزیر یې وایي، د تاوتریخوالي کمول او اوربند یوازې د طالبانو مسوولیت نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستاني چارواکو دغه ضد او نقیض څرګندونې اسلام آباد ته د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبان پلاوي تر سفر وروسته څرګندېږي.

د ملا عبدالغي برادر په مشرۍ طالب پلاوی سه شنبې د لیندۍ ۲۵ مه اسلام آباد ته په درې ورځني سفر ورسېد او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې ولیدل.

د پاکستاني چارواکو سره د طالب پلاوي تر لیدنې وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له افغان ولسمشر سره تلېفوني خبرې وکړې.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه تلېفوني مکالمه کې دواړو لورو وریو د سولې پروسې په اړه د خبرو پر مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي سخته اندېښنه وښوده.

سرچینه زیاتوي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دغه خبرو کې ژمنه وکړه چې هېواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند د ټینګښت په خاطر، مرسته وکړي.

خو د پاکستان لومړي وزیر له ملا برادر او طالب پلاوی سره د پاکستاني چارواکو تر لیدلو وروسته ویلي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو د مسولیت بار نشي کېدای چې یواځې د طالبانو پر اوږو واچول شي.

نوموړي پرون چهارشنبې په یوه خبري کنفرانس کې زیاته کړې، د سولې د مذاکراتو له پیل کېدو سره سره هغسې چې تمه وه د تاوتریخوالي کچه نده راټیټه شوی.

دی وایي، د تاوتریخوالي زیاتوالی زیات دلیلونه لري او نشو کولای چې دغه مسولیت یواځې د طالبانو پر اوږو واچوو. ټول اړخونه باید پدې اړه رول ولوبوي.

ده زیاته کړې، چې د طالبانو استازي په دې هکله خپل نظر مطرح کړی دی او په وینا یې د هغوی [طالبانو] له بحثونو څخه د سولې د لاسته راوړلو په طرف جدیت حس کولای شو.

قریشي د افغانستان د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت تاریخي وباله او ټینګار یې دا وو، چې دغه فرصت باید له لاسه ونه وځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د خبرو له لارې د سیاسي حل لارې رامنځ ته کېدل د یو سوله ییز او باثباته افغانستان په لور د پرمختګ یواځنۍ لار ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې مذاکره کوونکو پلاویو د جنورۍ تر پنځمې نیټې پورې خبرې درولې دي او د خبرو درېدو لامل یې له مشرانو سره سلا مشورې ښودلې دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي