۰

علي وزیر پاکستاني پولیسو نیولی دی

پنجشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۲
د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ مخکښ غړی علي وزیر د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور کې پاکستاني پولیسو نیولی دی.
علي وزیر پاکستاني پولیسو نیولی دی
 د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ مخکښ غړی علي وزیر د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور کې پاکستاني پولیسو نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، علي وزیر پرون چهارشنبې په پېښور کې پاکستاني پولیسو نیولی او نامعلوم ځای ته یې وړی دی.

منظور د پاکستاني پولیسو له خوا د علي وزیر نیول کېدل سخت غندلي ویلي یې دي، چې دا په خپله سیمه کې د سوله غوښتونکو پر وړاندې د پاکستاني ریاست د ظلم او جبر یوه بل تېری دی.

ښاغلي پښتین ټینګار کړی، چې د پاکستاني ریاست دغه کړنې په د دوی مبارزه نه یوازې پیکه نه کړي، بلکې لا به یې پیاوړې کړي او دوی به د پښتونو پر وړاندې د پاکستاني ریاست د روانو ظلمونو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ښاغلي پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي« د علی وزیر په پشاور کې د پولیس له خواه ګرفتاري د ریاست د جبر پالیسی تسلسل دی. د خپلې خاورې د سولاییز ژوند د پاره به زموږ مبارزه دوام لری. د دې ناوړی عمل خلاف به تحریک خپله تګلاره اعلان کړي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ غړي محسن داوړ هم د پاکستاني پولیسو له خوا د علي وزیر نیول کېدل په کلکو ټکو غندلي دي او د ژر خلاصېدو غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي داوړ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، پداسې حال کې چې طالبانو ته په اسلام اباد کې په سرو غالیو هرکلی کېږي د علي وزیر نیول کېدل له شرمه ډک عمل دی.

د یادونې ده، چې د پاکستاني ریاست له خوا تر دې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران نیول شوي او ځینې غړي یې په مرمزو ډول وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي