قریشي:

د هند او پاکستان جګړه به افغان سوله اغېزمنه کړي

29 قوس 1399 ساعت 8:23

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، دوی داسې استخباراتي معلومات تر لاسه کړي، چې هند پر پاکستان د برید په فکر کې دی.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، دوی داسې استخباراتي معلومات تر لاسه کړي، چې هند پر پاکستان د برید په فکر کې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې متحده عربي اماراتو ته له خپل دوه ورځني سفر وروسته یوې غونډې ته کړې دي.

نوموړي زیاته چې پاکستان د هند د بریدونو په اړه استخباراتي معلومات تر لاسه کړي او دا موضوع یې له نړیوالو سره هم شریکه کړې ده.

دی وايي، که د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه ونښلي نو د افغان سولې پر بهیر به هم منفي اغېز وکړي او دا مسوولیت به د هند پر غاړه وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر نړواله ټولنه غږ کړي، چې د هند د پارونکو بریدونو او بې ثباتۍ د رامنځ ته کولو مخه ونیسي.

هند د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلي، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا لانجمه سیمه کشمیر کې د دواړو لورو تر منځ یو پر بل بریدونه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134499

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134499/

جمهور
  https://www.jomhornews.com