۰

عمران خان له ملابرادر سره لیدنه کې، د افغانستان لانجه پوځي حل نه لري

شنبی ۲۹ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۱
پاکستان ته د طالب پلاوی تر سفر ورسته د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان د یاد پلاوي له مشر ملا عبدالغني برادر او غړو سره لیدلي دي.
عمران خان له ملابرادر سره لیدنه کې، د افغانستان لانجه پوځي حل نه لري
پاکستان ته د طالب پلاوی تر سفر ورسته د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان د یاد پلاوي له مشر ملا عبدالغني برادر او غړو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خان او ملا برادر لیدنه پرون جمعه د لیندۍ ۲۸ مه اسلام آباد کې لیدلي او دواړو لورو  افغانستان د روان وضعیت او سولې په اړه خبرې کړې دي.

د خان دفتر وايي، له ملا برادر سره د سولې په پروسه کې په راتلونکو ګامونو خبرې شوې او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان لانجه پوځي حل لار نه لري.

عمران خان ویلي، بین الافغاني خبرو د افغانستان د شخړې د حل کولو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګېدو لپاره تاریخي فرصت برابر کړی دی.

نوموړي ټینګار کړيو چې هېواد به یې د افغانانو ترمنځ د سولې د وروستیو پرمختګونو ملاتړ ته دوام ورکړي په وینا یې باید د نفوذي یا ورانکارو عناصرو مخه ونیول شي چې دا پروسه تخریب نه کړي.

خان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر لوړې کچې هم اندېښنه ښودلې او له ټولو خواوو یې غوښتي، چې تاوتریخوالی کم او اوربند ته لاره هواره کړي.

هغه ټینګار کړي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات به د اقتصادي پرمختګ او د سیمې د اتصال سبب شي چې ګټه به یې افغانستان او سیمې ته ورسیږي.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر په خبرپاڼه کې د ملابرادر په قول څه نه دي ویل شوي خو طالبانو ویلي د عمران خان سره یې په پاکستان کې د افغان کډوالو په ستونزو او د تګ راتګ د ستونزو په هکله خبرې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې عمران خان د افغانستان د سولې د خبرو سره د ملاتړ ډاډ ورکړ، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو تر درېدو دوه ورځې وروسته د طالبانو پلاوی اسلام اباد او د افغان حکومت پلاوی کابل ته راستانه شول.

اسلام آباد ته د طالب پلاوی سفر درې ورځنی و، چې د دوی په وینا د پاکستان په رسمي بلنه شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چاو وزات ویلي، پاکستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر د غړیو سفر د افغان حکومت په سلا مشورې شوی د سولې د بهیر د پیاوړتیا په خاطر شوی.

د عمران خان او طالبانو د استازو تر منځ د ملاقات نه وړاندې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د پاکستان د صدراعظم سره په ټیلیفون کې خبرې کړې وې.

ارګ ویلي و، عمران خان ژمنه کړې، چې هیواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمیدو او د اوربند په ټینګیدو کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي