غزني کې خونړۍ چاودنې ۱۵ ملکي وګړي وژلي دي

29 قوس 1399 ساعت 9:15

د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې غزني ولایت کې یوې خونړۍ چاودنې ۳۵ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې غزني ولایت کې یوې خونړۍ چاودنې ۳۵ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د لیندۍ ۲۸ مه د غزني ګیلان ولسوالۍ د اغوجان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د ګيلان ولسوالۍ د اغوجان سیمې په يوه کور کې د قرآن کريم د ختم مراسم روان وو چې له چاودېدونکو توکو ډک زرنج موټر په کې چاودېدلی دی.

وزارت وايي، په دغه چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي، چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.

په ورته وخت د سیمې اوسېدونکي وايي، چاودنهد يوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

دوی وايي، ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ د ریکشې والا ته د پلورلو لپاره ور وړې چې په همدې ترڅ کې نور ماشومان هم راټول شوي او مرمۍ چاودلې ده.

د ځايي خلکو په وینا په دې چاودنه کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134504

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com