غزني کې ۱۲ طالبان وژل شوي دي

29 قوس 1399 ساعت 10:22

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو غزني کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو غزني کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن شنبې د لیندۍ ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د غزني د قرباغ ولسوالۍ اړوند سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.

سرچینه زیاتوي، چې طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې له افغان پوځیانو سره په دې نښته کې ۱۲ طالبان وژل شوي او د څلورو موټر سایکلونو په ګډون یې ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې هم د طالبانو د بریدونو او په کې د ۱۴ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 134515

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134515/

جمهور
  https://www.jomhornews.com