۰

امرالله صالح: انسان تښتوونکي باید اعدام شي

شنبی ۲۹ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۰
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، تمه لري چې له دې وروسته انسان تښتونکو ته د اعدام سزا ورکړل شي تر څو ټولنه د دغه درنده ګانو له شر څخه خلاصه شي.
امرالله صالح: انسان تښتوونکي باید اعدام شي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، تمه لري چې له دې وروسته انسان تښتونکو ته د اعدام سزا ورکړل شي تر څو ټولنه د دغه درنده ګانو له شر څخه خلاصه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې وروسته له دې کړې، چې ملي امنیت ځواکونو یوه ماشومه د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې او د انسان تښتوونکې ډلې غړي یې نیولي دي.

ښاغلی صالح نن شنبې د لیندۍ ۲۹ مه د شپږنیمو بجو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه ویلي څه موده وړاندې یوه پنځه کلنه نجلۍ د کابل ښار د اتمې ناحیې د طلايي ښارګوټي تښتول شوې وه.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه نجلۍ تر تښتول کېدو وروسته د بګرامیو په سیمه کې په یوه کور کې ساتل کېده، چې د ملي امنیت د مېړنیو ځواکونو له خوا ژغورل شوې ده.

ښاغلي صالح وايي، نن یې د دې نجلۍ د راخلاصېدو ویډیو ولیده چې له خپل پلاز څنګ کې ناسته وه او له خوښۍ یې ورته اوښکې تویې کړې.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي انسان تښتوونکو د دې ماشومې له کورنۍ نه د هغې د خوشي کولو په بدل کې د درې سوه زره امریکایي ډالرو غوښتنه کړې وه.

دی وايي، ملي امنیت ځواکونو د دغه ماشومې په تښتونه کې لاس لرونکی کسان هر یو هجرات الله، محمد کمال، شېرالله، حیات الله، محمد قاسم او بریالی نیولي دي.

دغه راز ښاغلي صالح ویلي له بده مرغه له یوې اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا یو ځوان چې په یوه سوداګره کورنۍ پورې اړوند دی د غازي سټېډیم په سمیه کې تښتول شوی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، مخکې یو څو تنه انسان تښتوونکي اعدام شول، چې دا د دولت یو تر ټولو ښه کار و او اوس هم امید دی، چې دغه درنده ګان د اعدام په جزا ونازول شي او ټولنه یې له شر نه خلاصه کړی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي