۰

ولسمشرغني د سولې د مذاکراتي ټیم سره لیدلي دي

شنبی ۲۹ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي سره لیدلي دي.
ولسمشرغني د سولې د مذاکراتي ټیم سره لیدلي دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او یاد ټیم لیدنه نن شنبې د لیندۍ ۲۹ مه ارګ شوې شوې او مذاکراتي ټیم دوحه کې د وروستیو خبرو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.

ارګ وايي، په دغه لیدنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم ګډون درلود.

سرچینه وايي، ښاغلي غني د ټیم مننه وکړه او ویې ویل، چې مذاکراتي پلاوی دې د لومړي پړاوو د انکشافاتو په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړي.
 
ولسمشر ویلي، د سولې پروسه کې د خلکو د ټولو اقشارو د نظریاتو شاملولو ته په اشارې مذاکراتي پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د دویم پړاوو مذاکراتو له پیلېدو وړاندې دې د افغانستان د خلکو له مختلفو اقشارو سره سلا مشورې وکړي، ترڅو په مذاکراتو کې په سمه توګه د هغوی استازیتوب وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي