د داعش د موټر بم بریدونو طراح نیول شوی دی

29 قوس 1399 ساعت 14:10

سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د داعش د موټر بم بریدونو یو طراح د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د داعش د موټر بم بریدونو یو طراح د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه کس تېره شپه (د لیندۍ ۲۸ مه) د خوږیاڼو ولسوالۍ په کمبو سیمه کې نیول شوی دی.

د والي د ویاند په وینا ملي امنیت ځواکونو په یاده سیمه کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې د داعش د موټر بم بریدون طراح له یوه بل تن سره چې داعش سره یې اړیکې درلودې نیول شوي دي.

نوموړی وایي له نيول شويو کسانو څخه يو ميل کلاشينکوف، شپږ شاژورونه او يوه پرتله هم ترلاسه شوې او په سيمه کې له منځه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134531

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134531/

جمهور
  https://www.jomhornews.com