په تېرو دریو میاشتو کې ۳۵ ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ ماین چاودنې شوې

30 قوس 1399 ساعت 7:59

د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو په تېرو دریو مایشتو کې ۳۵ ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ ماین چاودنې کړې دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو په تېرو دریو مایشتو کې ۳۵ ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ ماین چاودنې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو په دغه بریدونو او ماین چاودنو کې ۱۵۳۶ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ارین په وینا د طالبانو دغه بریدونه د کابل په ګډون په ګڼ شمېر ولایتونو کې شوي، چې ۴۸۷ تنه ملکي وګړي په کې شهیدان او ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف ملکي خلک او عامه تاسیسات په نښه کوي او دا یې جنګي جنایت دی، چې هېڅ ډول توجیه نه لري.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په هر ډول شرایطو کې له خپلو خلکو او خاورې دفاع کوي.

یادو ځواکونو د تېرې میاشتې په ترڅ کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو ګڼ لوی بریدونه شنډ کړي او دوښمن چې د یادو سیمو د سقوط لپاره کومې موخې ټاکلې وې، شنډې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134542

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134542/

جمهور
  https://www.jomhornews.com