خاک جبار ولسوالۍ کې لسګونه توغندي نیول شوي

30 قوس 1399 ساعت 9:44

ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ د کابل ولایت خاک جبار ولسوالۍ کې لسګونه توغندي کشف او تر لاسه کړي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ د کابل ولایت خاک جبار ولسوالۍ کې لسګونه توغندي کشف او تر لاسه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن یکشنبې د لیندۍ ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه مهمات د خاک جبار ولسوالۍ په چنار سیمه کې کشف او تر لاسه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، ترهګرو په یاده سیمه کې د ډي سي توپ ۴۵ پیره مرمۍ ځای پر ځای کړې وې، چې د ۱۱۱ فرقې د ځواکونو له خوا کشف او ونیول شوې.

دفاع وزارت وايي، ترهګرو غوښتل له دغه وسلې پر کابل ښار د بریدونو لپاره کار واخلي، خو افغان پوځیانو یې دغه پلان ورشنډ کړ.

ملي دفاع وزارت د دغه توغندیو د نیول کېدو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې په تېرو دوه میاشتو کې دوه ځلې پر کابل ښار راکټونه توغول شوي، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري اژانس:کابل



 


د مطلب کود: 134557

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134557/

جمهور
  https://www.jomhornews.com