۰
په ولسي جرګه کې د کابل د استازي خان محمد وردګ په موټرو چاودنه:

۸ تنه په کې وژل شوي او د وردګ په ګډون ۱۵ تنه په کې ټپیان شوي دي

یکشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې نننۍ چاودنه په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي خان محمد وردګ په موټرو شوې ده.
۸ تنه په کې وژل شوي او د وردګ په ګډون ۱۵ تنه په کې ټپیان شوي دي
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې نننۍ چاودنه په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي خان محمد وردګ په موټرو شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن یکشنبې د لیندۍ ۳۰ مه سهار ۹:۴۵ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د سپین کلي څلور لاري ته نېږدې، چېرته چې د خان محمد کور هم موقعیت لري شوې ده.

ویل کېږي خان محمد له کور څخه د دندې په لور روان و، چې څلور لاري ته نېږدې پرې د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې چاودنه د خان محمد وردګ په موټرو شوې او کې د نوموړي په ګډون تر اوسه ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، په دغه چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي او د خان محمد وردګ په ګډون ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

ارین وايي، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ښايي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

خان محمد وردګ ته نېږدې کسان هم وايي، چې په دغه چاودنه کې نوموړی ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی هم وایي، تر اوسه ۵ جسدونه او ۱۵ ټپیان د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د چسپکي ماینونو چاودنې زیات شوې دي.

مخکني معلومات:
 
ځینې امنیتي سرچینې وايي، پلازمېنه کابل کې د نن سهار چاودنه په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي خان محمد وردګ په موټریز کاروان شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زوروره چاودنه نن یکشنبې د لیندۍ ۳۰ مه سهار ۹:۴۵ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د سپین کلي څلور لاري کې وشوه.

ځینې امنیتي سرچینې وايي، په دغه چاودنه کې تر اوسه پورې ۹ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

خو  د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وايي، د دغه چاودنې له ځایه پنځه جسدونه او ۸ ټپیان د کابل ښار روغتونو انتقال شوي دي.

د هغه په وینا یاد مړي او ټپيان عدلي طب او د روغتیا وزارت اړوند نورو روغتونونو ته وروړل شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي خان محمد ته نېږدې کسان وايي، په دغه چاودنه کې خپله خان محمد وردګ هم ژوبل شوی دی، خو تر اوسه رسمي سرچینو دا خبره نه ده تایید کړې.

د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چې د څلورو تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي