هلمند کې موټر بم ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوی

30 قوس 1399 ساعت 10:26

ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو هلمند ولایت کې یو موټر بم ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه او له منځه وړی دی.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو هلمند ولایت کې یو موټر بم ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې په نښه او له منځه وړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د لیندۍ ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ځانمرګي غوښتل د ملي اردو په یوه مرکز برید تر سره کړي خو هدف ته له رسېدو وړاندې و وژل شو.

دفاع وزارت زیاتوي، ځانمرګي برید کوونکي له چاوېدونکو توکو ډک موټر ته غوښتل د ناوې ولسوالۍ په مومن خان سیمه کې د ملي اردو پر یوه پوسته چاودنه ورکړې، خو مخینوی یې وشو.

خبرپاڼه وايي، د موټر بم په چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري سربېرن ټپیان شوي او نور چا ته زیان نه دی اوښتي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په تېرو دریو میاشتو کې ۳۵  ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ ماین چاودنې کړې، چې له امله یې ۴۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134565

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134565/

جمهور
  https://www.jomhornews.com