کندهار کې د طالبانو پر غونډو بریدونه شوي، ۸۹ تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتې

30 قوس 1399 ساعت 10:47

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې د طالبانو پر څو غونډو بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې د طالبانو پر څو غونډو بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزرات نن یکشنبې د لیندۍ ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبان د کندهار په ژېړۍ، ډنډ، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو کې راغونډ شوي و او غوښتل یې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونه چې به فعال دفاعي حالت کې دي، د هوايي او توپچي ځواکونو پر ملاتړ د طالبانو پر دغه غونډو بریدونه وکړل.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه بریدونو کې ۷۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د وزارت په وینا په دغه عملیاتو کې د طالبانو یو پټنځای او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کندهار ولایت کې جګړو زور اخیستی، چې د طالبانو او افغان ځواکونو تر څنګ په کې لسګونه ولسي وګړو ته هم زیان رسېدلی دی.

د دغه جګړو له امله زرګونه کورنۍ هم بې ځایه شوې، چې ځینې لا هم په بد حالت کې ژوند تېروي.

د کندهار د امنیتي وضعیت د خرابېدو سره سم د لوړ پوړو پوځي چارواکو سربېره خپله ولسمشر غني هم دغه ولایت ته سفر وکړ او امنیتي وضعیت یې وارزاوه.

ښاغلي غني پرون هم د ویډیويي کنفرانس له لارې د امنیتي مسوولینو سره د کندهار د امنیت په اړه خبرې او هغوی ته یې د دې ولایت د امنیت په اړه لارښوونې وکړې.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې حکومت به کندهار کې د طالبانو د بریدونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته هم وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134569

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134569/

جمهور
  https://www.jomhornews.com