۰

‏ډاکترعبدالله تاجکستان ته ځي

یکشنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
ټاکل شوې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه پلاوی په مشرۍ تاجکستان ته ولاړ شي.
‏ډاکترعبدالله تاجکستان ته ځي
ټاکل شوې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه پلاوی په مشرۍ تاجکستان ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله او ورسره پلاوی به سبا دوشنبې د مرغومي اوله پلازمېنې دوشنبې ته روان شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، تاجکستان ته د ښاغلي عبدالله او ورسره پلاوي د سفر موخه د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې عبدالله به د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.

د یادونې ده، چې د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړي کولو په موخه ښاغلي عبدالله تر دې وړاندې ځینې هېوادونو ته سفرونه درلودل.

هغه په تېرو دوه میاشتو کې لومړی پاکستان، ایران، هند او بیا ترکیې ته سفرونه درلودل او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د افغان سولې د بهیر، د سیمې د امنیت او دوه اړخیزه اړیکو په اړه بحثونه درلودل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي