۰

ډاکتر عبدالله تاجکستان ته ولاړ

دوشنبه ۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۸
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته ولاړ.
ډاکتر عبدالله تاجکستان ته ولاړ
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله او ورسره پلاوی نن دوشنبې د مرغومي اوله د دوشنبې په لور وخوځېده.

د ملي امنیت شورا مطبوعاتي دفتر وايي، دا د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځ ته کولو په موخه سیمې ته د ښاغلي عبدالله د سفرونو له لړۍ څخه دی، چې د تاجکستان په رسمي بلنه تر سره کېږي.

عبدالله به تاجکستان ته له رسېدو وروسته د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان، د لومړي وزیر قاهر رسول زاده، د ولسي جرګې د مشر محمد طاهر ذاکر زاده او د بهرنیو چارو وزیر سراج مهرالدین سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.
 
د یادونې ده، چې د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو په موخه عبدالله تر دې وړاندې پاکستان، ایران، هند او ترکیې ته هم سفرونه کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي