د پروان د لویې لارې قوماندان و وژل شو

1 جدی 1399 ساعت 9:02

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د لویې لارې پر امنیتي ساتونکو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او پنځه تنه یې ترې وژلي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د لویې لارې پر امنیتي ساتونکو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او پنځه تنه یې ترې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ځايي چارواکو په خبره چاودنه تېره شپه«د لیندۍ ۳۰» د مرکز چاریکار ښار اړوند عبدي بای سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنايي پېښو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وايي، په دغه چاودنه کې د پروان د لویې لارې د ساتنې د قوماندان په ګډون پنځه سرتېري وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو چارواکي یې د طالبانو کار بولي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 


د مطلب کود: 134590

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134590/

جمهور
  https://www.jomhornews.com