ولسمشر، د امنیتي سکتور د ملکي برخې د کارکوونکو په ښه والي ټینګار وکړ

1 جدی 1399 ساعت 9:33

ولسمشر غني، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري سره لیدلي او د افغانستان په عامه ادارو کې د اصلاحاتو په برخه کې د کاري پرمختګ راپور یې اورېدلی دی.


ولسمشر غني، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري سره لیدلي او د افغانستان په عامه ادارو کې د اصلاحاتو په برخه کې د کاري پرمختګ راپور یې اورېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او نادري ناسته پرون یکشنبې د لیندۍ ۳۰ مه ارګ کې شوې او دواړو لورو د خدمتونو وړاندې کولو ښه والي ته په پام د افغانستان ملکي خدمتونو ادارو د جوړښتونو او تشکېلاتو پر اصلاحاتو، خبرې وکړې.
 
دغه ناسته کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس د افغانستان ملکي ادارو د تشکیلاتي او سازماني جوړښت په برخه کې د اصلاحاتو د پرمختګونو او ښوونکو ته د رقابتي برنامو د جوړولو پرمختګ په اړه خپل راپور له ولسمشر سره شریک کړ.

ښاغلي غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د امنیتی او دفاعي سکتور منسوبینو ته د خدمت وړاندې کولو لپاره د دغو بنسټونو د ملکي برخې کارکوونکو پر ښه والي او اصلاحاتو ټینګار وکړ.
 
ولسمشر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس ته په روغتیا سکتور کې د خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي او د دغه سکتور د قراردادي کارکوونکو برخې د اصلاحاتو لارښوونه هم وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134594

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134594/

جمهور
  https://www.jomhornews.com