کابل کې د یوې چاودنې مخنیوی شوی دی

1 جدی 1399 ساعت 10:21

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د یوې خونړۍ چاودنې د رامنځ ته کېدو مخنیوی کړی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د یوې خونړۍ چاودنې د رامنځ ته کېدو مخنیوی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د مرغومي اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یوه کړۍ ماین د ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کوټه سنګي سیمه کې د سړک د غاړې ګلدان کې اېښودل شوی و.

سرچینه وايي، دغه ماین د پنځمې امنیتي حوزې د پولیسو له خوا کشف او د امنیه قوماندانۍ د انجینري ټیم له خوا شنډ کړی شو، چې ورسره د یوې خونړۍ چاودنې مخنیوی وشو.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د همدې حوزې اړوند د سپین کلي څلور لاري کې د ولسي جرګې د غړي خان محمد وردګ په موټریز کاروان برید وشو.

په دغه برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او د خان محمد وردګ په ګډون ۵۲ نور ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو کورنیو چارو وزارت یې د طالبانو کار بولي.

طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134598

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134598/

جمهور
  https://www.jomhornews.com