۰

د ننګرهار د ګمرک پنځه کارونکي د رشوت اخیستو په تړاو نیول شوي

دوشنبه ۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۲
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د ننګرهار ولایت د ګمرک پنځه تنه کارکوونکي د بډې او رشوت اخیستو په تړاو نیولي دي.
د ننګرهار د ګمرک پنځه کارونکي د رشوت اخیستو په تړاو نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو د ننګرهار ولایت د ګمرک پنځه تنه کارکوونکي د بډې او رشوت اخیستو په تړاو نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې د مرغومي اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د ګمرک هغه پنځه تنه کارکوونکي، چې له باروړونکو موټرو یې بډې اخیستې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، له نیول شویو کسانو یوه اندازه پيسې چې له موټر چلوونکو یې اخیستې وې هم تر لاسه شوې دي.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژاس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي