۰

امرالله صالح: له دې وروسته (و . ج) پلېټ لرونکي موټر درول کېږي

دوشنبه ۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۴
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، له دې وروسته هغه موټر چې پلېټونو کې یې ( و . ج ) لیکل شوي وي د امنیتي ځواکونو له خوا به درول کېږي.
امرالله صالح: له دې وروسته (و . ج) پلېټ لرونکي موټر درول کېږي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، له دې وروسته هغه موټر چې پلېټونو کې یې ( و . ج ) لیکل شوي وي د امنیتي ځواکونو له خوا به درول کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې نن دوشنبې د مرغومي اوله د شپږنیمو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه کړې دي.

په داسې حال کې، چې و او ج پلېټونه تر ډېره د ولسي جرګې د غړو اړوند وي، خو ښاغلی صالح وايي، ښايي ترهګر دغه ډول جعلي پلېټونه جوړ کړي او په بریدونو کې ترې کار واخلي.
 
هغه زیاته کړې«نور هغه موټر چې پلېټونو کې یې و ج لیکل شوي وي، درول کېږي، تر اوسه پورې د ۱۵۵ دغه ډول پلېټ لرونکو موټرو څښتنان راغلي او د کورنیو چارو وزارت څخه یې ځانګړي پلېټونه تر لاسه کړي دي.»

دی وايي، دوی ته داسې اطلاعات رسېدلي، چې ښايي طالب او داعش ترهګر له دغه ډول جعلي پلېټونه جوړ او فاجعه رامنځ ته کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال سپارښتنه کړې، چې په دغه ډول موټرو کې چې و او ج پلېټ ولري تګ راتګ مه کوۍ، ځکه په وینا یې دی داسې پټپې خبرې لري، چې په اورېدو یې یوازې باید سر وښورول شي او نور څه ونه ویل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې تر دې هم څو ځلې امنیتي چارواکو ویلي و، چې ځینې ځانمرګي په داسې موټرو کې چې پلېټ یې و او ج مي لېږدول کېږي.

د امنیتي چارواکو دغه څرګندونې هغه مهال د ولسي جرګې له سخت غبرګون سره مخ شوې او ویې ویل، چې دا پلېټونه د کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ اخیستل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي