۰
محمود خان اڅکزی:

د علي وزیر ژوند له خطر سره مخ دی، که څه پرې وشول ناوړه پایلې به ولري

دوشنبه ۱ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۸
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر تر نیول کېدو وروسته داسې راپورونه ورکړل شوي، چې د نوموړي ژوند له خطر سره مخ دی.
د علي وزیر ژوند له خطر سره مخ دی، که څه پرې وشول ناوړه پایلې به ولري
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر تر نیول کېدو وروسته داسې راپورونه ورکړل شوي، چې د نوموړي ژوند له خطر سره مخ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د علي وزیر کورنۍ هم تایید کړې، چې د ښاغلي وزیر ژوند ته لوی خطر دی او باید د پاکستاني ریاست د دې جبر پر وړاندې پښتانه راپورته او علي وزیر ترې راخوشی کړي.

د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشران او میلیونه ملاتړي وايي، که خدای ج مه کړه پر علي وزیر څه وشي نه مسوولیت به یې د پاکستان د ریاست پر غاړه او خورا خطرناکې او ناوړه پایلې به ولري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې د علي وزیر ژوند ته د ګواښ په اړه یې معلومات تر لاسه کړي دي.

ښاغلي اڅکزي په دغه خبرپاڼه کې ویلي« موږ د باوري سرچینو لخوا خبر شو چې د جنوبي وزیرستان څخه د ملي شورا د غړي (ایم این ای) علي وزیر ژوند ته لوی خطر دی، د هغه ټوله کورنۍ د هغه د ژوند په اړه اندیښنه لري، دې کورنۍ لا دمخه بې شمیره پیښې زغملې دي.»
 
ښاغلي اڅکزي ویلي دی وېره نه خپروي او نه هم د شهرت لپاره دا خبره کوي خو وايي، که د علي وزیر ژوند ته کوم زیان ورسېده، ناقابله تصوري پایلې به ولري.

نوموړي زیاته کړې«موږ د سند حکومت، د سند وزیر اعلی او ټولو اړوند چارواکو ته خبرداری ورکوو چې د علي وزیر ژوند ته کوم زیان به ناقابل تصور پایلې ولري، د ټولو نهادونو څخه، د پاکستان پیپلز ګوند چې په سند کې حکومت کوي، په دې نازک وضعیت پوهېدلی شي. د دوی همکاري به ډېره وستایل شي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر نورو مخکښو غړو او ملاتړو هم خبرداری ورکړي، چې که د علي وزیر ژوند ته خطر پېښو شو نو د پاکستاني ریاست لپاره به ناوړه پایلې ولري.

د دغه غورځنګ غړي او ملاتړي وايي، که پاکستاني ریاست خپله رویه سمه نه کړه او د قانون سره یې غداري پرې نښوده نو په چوکو به یې راځوړند کړي.

د یادونې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر علي وزیر درې ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا په پېښو کې د پاکستاني ریاست له خوا ونیول شو او اوس ویل کېږي، چې د سیند زندان ته وړل شوی دی.

د علي وزیر نیول کېدو په لر او بر افغان خاوره سخت غبرګونونه راپارولي او د پاکستان له حکومت یې غوښتي، چې ژر تر ژره علي وزیر خوشی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي