ولسمشرغني له جنرال کېنزي سره پر سوله او افغان ځواکونو پر ملاتړ خبرې کړې

2 جدی 1399 ساعت 8:58

ولسمشر غني د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال مک کېنزي سره په ارګ کې لیدلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې ورسره کړې دي.


 ولسمشر غني د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال مک کېنزي سره په ارګ کې لیدلي او پر ځینو موضوعاتو یې خبرې ورسره کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او مک کېنزي لیدنه پرون دوشنبې د مرغومي اوله ارګ کې شوې ده.

ارګ وايي، دغه لیدنه کې لومړی مرستیال امرالله صالح، د پوځ مشر جنرال ضیا، د چارو ادارې مشر فضلي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او کابل کې د امریکا سفارت شارژادفیر هم حضور درلود.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې پروسې او دغه راز له افغان ځواکونو د امریکا د ملاتړ په اړه خبرې اترې وکړې.

جنرال مک کېنزي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د امریکا متحده ایالاتو د دوامداره ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه بحث کې دواړو لورو په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه وښوده او د سولې پروسې د ښه پرمختګ لپاره یې د پام وړ تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند ټينګار وکړ.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د امریکا د پوځ له مشر جنرال مارک میلي سره هم په ارګ کې کتلي و او د سولې پروسې تر څنګ یې، د روان تاوتریخوالي د کمښت، اوربند او افغان ځواکونو د ملاتړ په اړه خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 134628

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134628/

جمهور
  https://www.jomhornews.com