۰

غزني کې د یوه خبریال وژل کېدل، ارګ او سپدرا دا د بیان له ازادۍ سره دښمني وبلله

سی شنبه ۲ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۰
ارګ او سپېدار ماڼۍ په غزني ولایت کې د یوه خبریال پر وژل کېدو خواشني ښودلې او دا یې په ښکاره د بیان له آزادۍ سره دښمني بللې ده.
غزني کې د یوه خبریال وژل کېدل، ارګ او سپدرا دا د بیان له ازادۍ سره دښمني وبلله
ارګ او سپېدار ماڼۍ په غزني ولایت کې د یوه خبریال پر وژل کېدو خواشني ښودلې او دا یې په ښکاره د بیان له آزادۍ سره دښمني بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آزاد خبریال او د غزني ولایت د خبریالانو د ټولنې رییس رحمت الله نېکزاد پرون دوشنبې د مرغومي اوله د غزني ښار په لومړۍ ناحیه کې د خپل کور مخې ته د نامعلومه وسله والو کسانو تر وسله وال برید لاندې راغی او و وژل شو.

ارګ او د ملي روغې جوړې عالي شورا د دغه خبریال پر وژل کېدو ژوره خواشني ښودلې او دا یې په ښکاره د بیان د آزادۍ سره دښمني بللې ده.

د ارګ خبرپاڼه وايي، جنایت کاره ترهګر د مرګ، وحشت، ورانی او جنایت پرته بل هېڅ پیغام او هدف نه لري، چې د دغه جنایتونو په لړ کې یې یو ځل بیا خبریال په شهادت رسولی دی.

خبرپاڼه کې ولسمشر غني پر ملکي وګړو، عامه تاسیساتو او رسنیو پر کارکوونکو بریدونه د آزادۍ پر بیان برید او بشري جنایت بللی دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله هم په دې پېښه خواشني ښودلې وايي، پر خبریالانو او رسنیو بریدونه ښيي، چې دښمن د بیان له آزادۍ او حقیقت له خپرولو څخه په وېره کې دی.

ښاغلي عبدالله خبریالان د ټولې یو بې طرفه، بې دفاع، مسوولیت پېژوندونکي، ژمن او په ټول کې زیان لیدونکی قشر وباله چې پر وینا یې په دوی بید یو بشري جنایت او نه بښونکی عمل دی.

دی وايي، دغه ډول بریدونه به د بیان د آزادۍ په اړه چې یوه ملي لاس ته راوړڼه ده، د دوی دفاع او د ساتنې روحیه کمزورې او تغیر نه کړي.

د یادونې ده، چې رحمت الله نېکزاد د غزني ولایت د خبریالانو ټولنې مشر او الجزیرې شبکې خبریالان و، چې پرون ماښام په یوه غلکچي برید کې و وژل شو.

دا په تېره یوه میاشت کې شپږم خبریال دی، چې په افغانستان کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل کېږي.

تر رحمت الله نېکزاد وړاندې یما سیاوش، الیاس داعي، ملاله میوند، فردین امیني  او رفيع صديقې هغه خبریالان و، چې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي