۰

کابل کې د زندان د ډاکترانو پر موټر چاودنه شوې

سی شنبه ۲ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۸
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د څرخي پله زندان د ډاکترانو په کرولا موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.
کابل کې د زندان د ډاکترانو پر موټر چاودنه شوې
پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې د څرخي پله زندان د ډاکترانو په کرولا موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د مرغومي دویمه د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند دوغ آباد سیمه کې شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، چاودنه د څرخي پله د زندان اړوند ډاکترانو پر کرولا ډوله موټر شوي دی.

امنیتي چارواکي زیاتوي، په دغه چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي، چې څلور هغه یې د زندانونو ادارې ډاکتر دي، چې درې یې مېرمنې او یو یې نارینه دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وايي، د چاودنې له ځایه دوی ته پنځه مړي او درې ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې ماین چاودنې زیاتې شوې، چې خلک یې په اندېښنه کې اچولي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبانو له امریکا سره تر تړون وروسته د ماین چاودنو لپاره پنځه سوه تنو ته په وزیرستان کې د ماین جوړولو او چاودنو زده کړې ورکړې او لویو ښارونو ته یې رالېږلي دي.

د نوموړي په وینا له امریکا سره د تړون څخه د طالبانو تعبیر او تفسیر دا دی، چې څومره وژل وکړې همدومره ډېر امتیاز به تر لاسه کړې، نو ځکه یې د چاودنو لپاره درې او پنځه کسیزه هستې فعالې کړې دي.

ښاغلي صالح وايي، د دغه هستو ډېرې له منځه وړل شوې خو د یوې په لمنځه وړلو یې دویمه او درېیمه فعالېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي