د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب آذربایجان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي امنیت له رییس سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امنیت شورا له خوا نن سه شنبې د مرغومي دوهمه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي محب نن پلازمېنه باکو کې د آذربایجان د ملي امنیت له رییس علي نغییف سره ولیدلي.
سرچینه وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د استخباراتي او اطلاعاتي همکاریو پر پراختیا او دغه راز د ګواښونو پر وړاندې پر ګډې مبارزې موافقه وکړه.
خبرپاڼه کې په دې اړه نور جوزیات نه دي ورکړل شوي، خو ښاغلي محب له دې وړاندې د آذربایجان له ولسمشر الهام عليوف، د ملي امنیت له سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر سره هم لیدلي وو.
په دغه لیدنه کې د آذربایجان ولسمشر د دیپلوماتیکو اړیکو په پراختیا ټینګار کړی و او ویلي یې و، چې هېواد به یې په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
باید و ویل شي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب دوه ورځې وړاندې د یوه پلاوي په مشرۍ آذربایجان ته تللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل