فاریاب کې موټر بم برید: ۱۳ پوځیانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

2 جدی 1399 ساعت 13:48

سیمه ییز او پوځي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې موټر بم ځانمرګي برید کې د ملکي وګړو په ګډون ۱۳ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


 سیمه ییز او پوځي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې موټر بم ځانمرګي برید کې د ملکي وګړو په ګډون ۱۳ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید تېره شپه( د مرغومي اوله) د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په مرکز کې شوی دی.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش وايي، طالبانو د یوه زرهي ټانګ په وسیله د ولسوالۍ په بازار کې چاودنه کړې، چې له امله یې د پوځ درې سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې پنځه ملکي وګړي هم ټپیان شوي او دغه راز د ملکي خلکو کورونو ته سخت زیان رسېدلی دی.

شمال کې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو هم د موټر بم برید او په کې د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی وايي، له چاودنې وروسته طالبانو وسله وال برید هم کړی دی.

د قول اردو خبرپاڼه وایي، د طالبانو ډلیز برید د افغان ځواکونو له خوا په شاه تمبول شوی او په نښته کې ۷ طالبان هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي، طالبانو په دغه موټر کې زرګونه کیلو چاوېدونکي توکي ځای پر ځای کړی و، چې د چاودنې له امله یې یو شمېر ولسي وګړي تر خاورو لاندې دي او د رااییستلو لړۍ یې پیل شوې ده.

که څه هم چارواکي وايي، برید طالبان کړی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 134646

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134646/

جمهور
  https://www.jomhornews.com