سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ امنیه قوماندان د وسله والو طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندوز پولیسو نن سه شنبې د مرغومي دویمه ویلي، چې د چهاردرې د پولیسو قوماندان احمد عمر صالح د یوه ساتونکي سره یو ځای د طالبانو سره نښته کې وژل شوی دی.
د دوی په وینا دغه جګړه نن سه شنبې سهار وختي هغه مهال پیل شوه، چې طالبانو د یادې ولسوالۍ په دوبندي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.
د کندوز پولیس وایي، په دغه جګړه کې ۵ طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
دغه راز دوی زیاتوی، چې په نښته کې درې نور پولیس هم ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندوز