کرونا په افغانستان کې، ۱۶ تنه مړه او ۲۰۱ نور پرې اخته شوي

2 جدی 1399 ساعت 14:00

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له امله ۱۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۱ نور پرې اخته شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له امله ۱۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰۱ نور پرې اخته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت د نن سه شنبې مرغومي ۲ مې معلومات ښيي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۶۳۶ مشکوکې پېښې څېړل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویانده معصومه جعفري وايي، له دغه ۱۶۳۶ شکمنو پېښو ۲۰۱ هغه یې مثبتې دي، چې په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۱ زره او ۸۹ تنو ته ورسېده.

دغه راز نوموړې زیاته کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۱۶ تنه مړه شوي هم دي، چې په دې سره د ټولو کرونايي مړو شمېر ۲۱۰۵ تنو ته ورسېده.

همدارنګه جعفري وايي، په تېره شپه او ورځ کې له کرونا ۸۳ تنه بېرته ښه شوي، چې ورسره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۳۰ زره او ۷۸۴ تنو ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض


 


د مطلب کود: 134649

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134649/

جمهور
  https://www.jomhornews.com