افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست کریستوفر میلر او ورسره لوړي پوړي پلاوي سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او میلر لیدنه پرون سه شنبې د مرغومي ۲ مه ارګ کې شوې، چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او ځینو نورو دولتي لوړ پوړو چارواک هم حضور درلود.
د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې پروسې، د افغانستان روان وضعیت، سیمې پر حالاتو او د افغان ځواکونو پر لا زیات ملاتړ خبرې اترې وکړې.
د امریکا سرپرست دفاع وزیر په خپلو خبرو کې د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتېژیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی ویلي یې دي، د امریکا حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت او افغان ولس تر څنګ ولاړ او پاتې به شي.
مېلر په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او دواړو لورو د سولې د خبرو د لا ښه پرمختګ لپاره پر اوربند ټینګار کړی دی.
د امریکا سرپرست دفاع وزیر دا هم ویلي، چې امریکا د افغانستان په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دوامداره ملاتړ ته ژمنه ده.
ښاغلي غني هم د امریکا له ملاتړ او مرستو د مننې تر څنګ ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې دي او دغه اړیک نه پر کمیت بلکې پر کیفیت د تل لپاره ولاړې پاتې شي.
ولسمشر غني د سولې پروسې ته په اشارې زیاته کړې، چې افغان حکومت د سولې د تامین په خاطر عملي ګامونه پورته کړي او مقابل لوری هم باید د سولې په اړه واضح او عملي ګامونه پورته کړي.
افغان ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او امریکا اړیکې ګډې دي او په دې برخه کې د امریکا رول خورا مهم دی.
د یادونې ده، چې دا په تېرو څو ورځو کې درېیم لوړ پوړی نظامي امریکايي چارواکی دی، چې ولسمشر غني ورسره ګوري او د سولې، اړیکو او سیمې پر حالاتو ورسره خبرې کوي.
ښاغلي غني له دې دوه ورځې وړاندې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال مک کېنزي او ترې هغې وړاندې د پوځ له مشر جنرال مارک میلي سره هم په ارګ کې کتلي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل