۰

خوست کې ماین چاودنې پنځه تنه وژلي دي

چهارشنبه ۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې خوست ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنه کې د دوه پوځیانو په ګډون ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خوست کې ماین چاودنې پنځه تنه وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې خوست ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنه کې د دوه پوځیانو په ګډون ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د مرغومي ۲ مه د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د یعقوبیو په ښار ګوټي کې شوې ده.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال داود امین وايي، د چاودنې هدف د ملي اردو سرتېرو و، چې په کې یو د اردو سرتېری او څلور ملکیان وژل شوي، یو د اردو سرتېری او شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په ورته وخت د سیمې اوسېدونکي وايي، په وژل شویو کسانو کې د ښوونځي دوه زده کوونکي هم شامل دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په کندهار کې هم د سړک د غاړې چاودنې پنځه ملکي وګړي وژلي دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې ماین چاودنې او ځانمرګي بریدونه زیات شوي، چې تر ډېره پلازمېنه کابل کې کېږي.

د ولسمشر لومړی مرستیال د دغه کار مسوول طالبان بولي وایي، طالبانو د ماین چادونو لپاره پنځه سوه کسانو ته په وزیرستان کې د ماین جوړولو او چاودنو زده کړې ورکړې او لویو ښارونو ته یې د چاودنو لپاره رالېږلي دي.

طالبانو تر اوسه د ولسمشر د لومړي مرستیال د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي